د دغه وزارت ویاندې ناجیې انوري له کلید سره په خبرو کې وویل، د بین الافغاني خبرو لپاره د افغان حکومت د مرکچي پلاوي اجنډا بشپړه شوې او په وینا یې، اوربند به د دغو خبرو اترو کلیدي موضوع وي.
په ورته وخت کې د افغان حکومت مرکچي پلاوی وایي، دوی له طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیل لپاره چمتوالی لري خو قطر ته دهغوی سفر د طالبانو د چمتوالي په اعلان پورې تړاو لري.
د افغان حکومت دمرکچي پلاوي غړی غلام فاروق مجروح وایي، له طالبانو سره د خبرو په پیل کې به دواړه لوري په ځانګړو اصولو سره سلا شي چې هغه پر بنسټ به دواړه لوري په مشوره د بین الافغاني خبرو اجنډا وټاکي.
په همدې حال کې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وایي، چې د زندانیانو د خوشې کولو د لړۍ له پای ته رسېدو سره سم به بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.
د دغه دفتر ویاند سهیل شاهین کلید ته وویل، د دوی تخنیکي ډله د افغان حکومت له خوا د خوشې شویو زندانیانو د شمېر په معلومولو کار کوي.
شاهین وایي، کله چې د دوی تخنیکي ډله تایید کړي چې د افغان حکومت له خوا د زندانیانو د خوشې کولو لړۍ بشپړه شوې نو له ځنډ پرته به بین الافغاني مذاکرات پیل شي.
د یادولو وړ ده چې د زندانیانو د خوشې کولو سربېره د اجنډا پر سر د حکومت او طالبانو ترمنځ د اختلافونو د شتون په اړه اندېښنې شته، خو ولیدل شي چې د بین الافغاني خبرو اترو په پیل سره به دواړه لوري د اجنډا د ټاکلو لپاره په کومو ځانګړو اصولوسره هوکړې ته ورسیږي او کنه.


