ads

حکومت ۱۳ سفارتونو ته نوي سفیران وټاکل

د بهرنیو چارو وزارت له لوري رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې افغان حکومت د ۱۳ هېوادونو لپاره نوي سفیران معرفي کړل.

محمدخان بریال
13 وږی 1399
حکومت ۱۳ سفارتونو ته نوي سفیران وټاکل

د وزارت په خبرپانه کې ویل شوي، زلمی رسول د لندن، امیر محمد رامني د انقرې، طیب جواد د مسکو، فرید ماموندزی د نوي ډیلي، نجیب الله علي خېل د اسلام اباد، یما یاري د برلین، خالد زکریا د روم، منیژه باختري د اتریش، شفق خواتي د تهران، امان الله جیحون د باکو، بسم الله وزیري د بشکیک او خان ولي خان بشرمل د عشق اباد لپاره نوي سفیران ټاکل شوي دي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوي چې په اسټرالیا کې د افغان سفیر وحید ویسي د ماموریت موده غځول شوې ده.
تر دې وړاندې جمهور رییس غني ویلي وو چې په بهرنیو چارو وزارت کې به پراخ سمونې رامنځته کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA