د هغه په وینا، د دغه سفر هدف د پروان ولایت له سېلاب ځپلو وګړو سره خواخوږي شریکول بلل شوي دي.
د یادولو وړ ده چې په هېواد کې وروستیو سېلابونو د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د ۱۹۰ تنو ژوند واخیست او ۱۷۲ نور یې ټپیان کړل.
بیړنیو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، وروستیو اورښتونو هېوادوالو ته درانه مالي او ځاني زیانونه واړول.


