نوموړي هلته یو خبري کنفرانس ته په خبرو کې وویل چې په راتلونکې اونۍ کې به په ټول هېواد کې د وروستیو طبیعي پېښو ابعاد وڅېړل شي.
هغه د دغه سفر په دوام کې د پروان له خلکو سره ژمنه وکړه چې ټولو غوښتنو ته به یې رسېدنه وشي، د پروان کانال به جوړ شي او په وینا یې حکومت هڅه کوي چې د دغه ولایت اوبه په ښه ډول مدیریت کړي.
د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، د دغه سفر هدف له وروستیو سېلاب ځپلو کورنیو سره خواخوږي شریکول بلل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وروستیو اورښتونو په پایله کې سخت سېلابونه راغلل او د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې یې د ۱۹۰ تنو ژوند واخیست او ۱۷۲ نور یې ټپیان کړل.
بیړنیو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، راغلو سېلابونو هېوادوالو ته درانه مالي او ځاني زیانونه واړول.


