ads

اووه خطرناک طالب بندیان قطر ته استول کېږي

د افغان حکومت او طالبانو باوري سرچینو رسنیو ته منلې چې د دواړو لورو تر منځ د بندیانو د تبادلې پروسه بشپړه شوې او هغه اووه خطرناک طالب بندیان چې اوس هم له حکومت سره په بند کې پاتې دي، هغوی به قطر هېواد ته سپارل کېږي.

محمدخان بریال
13 وږی 1399
اووه خطرناک طالب بندیان قطر ته استول کېږي

د وسلوالو طالبانو دوو معتبرو سرچینو رسنیو ته ویلي، دا اووه تنه طالب بندیان هغه کسان دي چي د اسټرالیایي او فرانسوي ځواکونو په وژنه تورن دي او دوی به په راتلونکو ورځو کې قطر ته واستول شي.
بلخوا، ټاکل شوې چې نن د افغان حکومت مذاکره کوونکی پلاوی له طالبانو سره د مخامخ خبرو پیلېدو لپاره دوحې ته سفر وکړي.
که څه هم حکومت په رسمي ډول دا خبره نه ده تایید کړې، خو ویل کېږي چې د حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي تخنیکي ټیم د خبرو پیلېدو لپاره دوحې ته رسېدلی.
دغه ډله پنځه کسيزه ښودل شوې چې په قطر کې د افغان پلاوي لپاره هلته د اوسېدو او د سفر ځينې چارې برابروي.
په ورته وخت کې د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین تېره ورځ کلید ته وویل، هر کله چې د دوی د بندیانو خوشي کېدو بهیر بشپړ شي، دا ډله د مخامخ خبرو لپاره بشپړ چمتو ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA