ads

امنیت شورا: له اوو طالب بندیانو پرته، نور ازاد شول

د افغانستان د ملي امنیت شورا خبر ورکوي چې افغان حکومت له اوو طالب بندیانو پرته چې بهرني هېوادونه یې په اړه ځینې ارزونې لري، نور ټول خوشي کړل.

محمدخان بریال
13 وږی 1399
امنیت شورا: له اوو طالب بندیانو پرته، نور ازاد شول

د دې شورا ویاند جاوېد فیصل پر خپل ټویټرپاڼه دا خبره کړې ده.
امنیت شورا ویلي، د پاتې اوو طالب بندیانو د خوشي کېدو په تړاو هم ډیپلوماټيکي هڅې روانې دي.
فیصل په ورته وخت کې د طالبانو له خوا د پاتې کمانډو سرتیرو د خوشي کېدو خبر هم ورکړی دی.
بلخوا، ټاکل شوې چې نن د افغان حکومت مذاکره کوونکی پلاوی له طالبانو سره د مخامخ خبرو پیلېدو لپاره دوحې ته سفر وکړي.
که څه هم حکومت په رسمي ډول دا خبره نه ده تایید کړې، خو ویل کېږي چې د حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي تخنیکي ټیم د خبرو پیلېدو لپاره دوحې ته رسېدلی.
دغه ډله پنځه کسيزه ښودل شوې چې په قطر کې د افغان پلاوي لپاره هلته د اوسېدو او د سفر ځينې چارې برابروي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA