ads

امریکا پر هغې څارنوالې بندیزونه ولګول چې په افغانستان کې جنګي جنایتونه څېړي

د متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو تازه ویلي، دغه هېواد په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو پر احتمالي جنګي جرمونو د څېړنې له امله د نړیوالې محکمې پر څارنوالې فاطو بېنسوډا بندیزونه ولګول.

محمدخان بریال
13 وږی 1399
امریکا پر هغې څارنوالې بندیزونه ولګول چې په افغانستان کې جنګي جنایتونه څېړي

نوموړي پرون رسنیو ته دا خبره کړې او زیاته کړې یې ده چې د جرمونو د نړیوالې محکمې قضایه، متمم او د همکارۍ څانګه د هغو بندیزونو له مخې په تور لېست کې شامل شوي چې جمهو رییس ټرمپ د جون په میاشت کې اعلان کړي وو.
په دغو بندیزونو کې د شتمنیو کنګلول او نورو هېوادونو ته د هغوی د سفرونو مخنیوی شامل دي.
ده څرګنده کړې، واشنګټن به پر هغو کسانو او ادارو هم بندیزونه ولګوي چې له بېنسوډا او موچوچوکو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
د جرمونو نړیوالې محکمې د مارچ په میاشت کې څارنوالې بېنسوډا ته د څېړنو د پیلولو لارښونه وکړه، څو څرګنده شي چې ایا طالبانو، افغان پوځیانو او امریکايي سرتیرو په افغانستان کې جنګي جرمونه کړي، که نه؟
فاتو بنسوډا د ۲۰۱۷ میلادي کال په وروستیو کې د نړیوالې محکمې له قاضیانو اجازه وغوښته چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په ګډون د نړیوالو ځواکونو، افغان حکومتي سرتیرو او طالبانو د جنګي جنایتونو تورونه وڅېړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA