د دغه ولایت د فوټبال فدراسيون مشر ميرزا محمد اميرزوی وايي، د يادو لوبو هدف د غوره لوبغاړو په نښه کول دي، څو په راتلونکي کې د ولايتونو په کچه په سياليو کې ګډون وکړي.
هغه دجګړي له ښکيلو غاړو غوښتنه وکړه چې سوله وکړي او جګړه بنده کړي.
یاده دې وي چې څه موده مخکي په ارزګان کې د کرکټ پیل شوي لوبي هم پايته ورسېدې. د ارزګان ولایت لوبغاړي هلته د لوبو لپاره د معیاري لوبغالو پر نشت نیوکه کوي او له حکومت یې د جوړېدو غوښتنه لري.