ads

صدیقي: حکومت یو شمېر طالب بندیان ازاد کړي

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی و چې یو شمېر حکومتي سرچینو او طالبانو ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ به د طالبانو ټول پاتې زندانیان خوشې شي.

فضل هادي حمیدي
12 وږی 1399
صدیقي: حکومت یو شمېر طالب بندیان ازاد کړي

په دغه راپور کې راغلي چې د طالبانو د قطر د دفتر ویاند سهیل شاهین هم دا خبر تایید کړی او ویلي یې دي چې دا اقدام به د بین الافغاني مذاکراتو له پیل سره مرسته وکړي.
په ورته وخت کې ولسمشرۍ ماڼۍ هم د یو شمېر طالب زندانیانو خوشې کول منلي او ویلي یې دي چې د پاتې زندانیانو د خوشې کولو کاري او تخنیکي لړۍ هم د دواړو لورو ترمنځ روانه ده.
صدیق صدیقي په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې افغان حکومت د طالبانو له پاتې زندانیانو څخه یو شمېر نور هم خوشې کړي او دا دوه طرفه تبادله وه.
هغه زیاته کړې چې افغان حکومت د دغه پروسې له هر پړاو څخه خپله څارنه او ارزونه لري.
په ورته وخت کې یو شمېر سیاسي شنونکي په دې اند دي چې د حکومت دوه مخي سیاستونو د سولې په پروسه د خلکو باور را کم کړی دی.
دسیاسي چارو شنونکی سیدناصر موسوي وایي، خپلمنځي اختلافونه او امریکا ته د افغان دولت جدي اړتیا د افغان دولت د کمزورۍ او سیاسي خپلواکۍ د نه لرلو لامل شوي دي.
هغه وایي، د افغان حکومت د پردې ترشا سیاستونه په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان د خلکو په برخلیک لوبې کول دي.
بلخوا پخوانی طالب چارواکی سیداکبرآغا د پاتې طالب زندانیانو خوشې کولو ته هیله مند دی او وایي، د دغو زندانیانو خوشې کول به د بین الافغاني مذاکراتو پیل ته لاره لنډه کړي.
د سولې په اړه د لویې مشورتي جرګې له پرېکړې وروسته جمهوررییس غني او د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وویل چې دغه ۴ سوه طالب زندانیان به په لسو ورځو کې خوشې کړي خو لاهم چې له دغه ژمنې څه باندې یوه میاشت تیریږي دغه زندانیان په بشپړه توګه نه دي خوشې شوي او افغان حکومت یې د نه خوشې کولو لامل د طالبانو له خوا د دولتي ځواکونو د اسیرانو نه خوشې کول یادوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA