د دغه وزارت ویاند اکمل سمسور د چهار شنبې په ورځ خبري ناستې ته وویل، په همدې موده کې له دې وبا څخه درې تنه مړه شوي او ۶۱ نور بیا ترې روغ شوي چې په دې سره د مړو شمېر ۱۴۰۹ او د رغېدلو کسانو شمېر ۲۹ زره او ۳۱۵ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.


