خبرپاڼه وایي، جمهور رییس غني د افغان حکومت له مذاکره کوونکي پلاوي سره په کتنه کې هغوی ته ډاډ ورکړی چې دوی د ملي ټیم په توګه د افغان حکومت او خلکو له ملاتړه برخمن دي او په وینا یې دغه مرکچي پلاوی به د واحد او منسجم ټیم په توګه د افغانستان د خلکو او دولت په استازیتوب له طالبانو سره د سولې خبرې مخته یوسي.
خبرپاڼه زیاتوي، جمهور رییس غني یو ځل بیا د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کړی او هیله یې څرګنده کړې چې دغه ټیم به له مقابل لوري سره په مخامخ خبرو کې پر تلپاتې اوربند هوکړه وکړي.
په دې ناسته کې د ملي مصالحې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله ویلي، افغان حکومت د سولې د راتګ په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل کړی او په ورته وخت کې یې پر طالبانو غږ کړی چې په دغه بهیر کې خپلې کړې ژمنې پوره کړي.
که څه هم معلومه نه ده چې بین الافغاني خبرې به کله پیل شي، خو د ځینو سرچینو په وینا، نن به د طالب بندیانو د خلاصون پروسه بشپړه شي او په راتلونکې اونۍ کې به د افغان حکومت او طالبانو مخامخ خبرې پیل شي.


