د خوست والي محمدصديق پتمن د دې څلور لارې د کار د پيل پرمهال وويل، کوم ځای چې ياده څلور لارې په کې جوړېږي، ملي دفاع وزارت پورې اړوند ده، نو ځکه يې چارې ځنډېدلې وې.
د والي په خبره، ملي دفاع وزارت ښاروالۍ ته په دغه ځای کې د کار اجازه نه ورکوله، خو د دوی په هلو ځلو دا موضوع حل شوه او اوس دا دی د ناکامورا د څلور لارې د جوړېدو کار پيل شو.
د والي په وينا، ناکامورا او جاپانيانو ته د درناوي په اصل او د دوو ملتونو د ښو روابطو پر اساس دوی دا څلور لارې جوړوي:
«ناکامورا يو فکر او د کار کولو طرز دی او د جاپان له ملت نه مننه کوو چې داسې يو صادق بچی يې افغانستان ته راولېږه او افغانانو لپاره يې نه هېریدونکی کار وکړ.»
په ورته مهال د خوست سرپرست ښاروال انجينر صديق الله وايي، د ۱۰۰ قطر او ۶۰ متره په شعاع درلودلو ددې څلور لارې پر جوړېدو څه د پاسه ۱۰ ميليونه افغانۍ لګښت راځي:
«دا د ناکامورا په نوم څلور لارې چې دملي دفاع وزارت له لوري یې کارونه په دغه هدف ځنډول شوي وو چې ګنې د دوی ملکیت دی، خو نن ورځ یې خوشبختانه کارونه پیل شول چې په راتلونکو درېیو میاشتوکې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.»
جاپاني الاصله ډاکټر تېتسو ناکامورا تېر میلادي کال د ډيسمبر پر څلورمه په جلااباد ښار کې له خپلو پنځو افغان کارکوونکو سره يو ځای په يو وسله وال بريد کې ووژل شو.
تېتسو ناکامورا شاوخوا دوې لسيزې په افغانستان کې د کرنې او بيارغونې په برخو کې ډېر خيريه کارونه ترسره کړي او له وژل کېدو څو ورځې وړاندې ورته افغان جمهور رییس د افغانستان تابعيت هم ورکړی و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ