ads

د هندستان پخوانی جمهور رییس د کورونا له کبله ومړ

هندۍ رسنۍ خبر ورکوي چې د دغه هېواد پخوانی جمهور رییس پراناب موکرجي د تېرې اګېست میاشتې پر لسمه پر کورونا ناروغۍ اخته شو و، چې بیا وروسته د ډهلي په یوه رغتون کې بیستر شو.

شمس الرحمن شمس
11 وږی 1399
د هندستان پخوانی جمهور رییس د کورونا له کبله ومړ

سرچینه زیاتوي، نوموړي پرون د ۸۴ کلونو په عمر په همدغه روغتون کې ساه ورکړه.
موکرجي له ۲۰۱۲کال څخه تر ۲۰۱۷ میلادي کاله د هند د جمهور رییس په توګه پاتې شوی و.
د یادونې وړ ده چې هندوستان اوس په نړۍ کې د کویډ ۱۹ له کبله ډېر ځپل شوی هېواد دی.
تر دا مهاله هلته د کورونا ویروس تر درې نیم میلیونو زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوې او تر ۶۵ زره ډېر نور کسان یې مړه کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA