د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، پرون د یاد وزارت سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سهیل محمود سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د اسانتیاوو په اړه خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي، دوی هوکړه وکړه چې افغانستان او پاکستان به د رېل پټلۍ له لارې نښلول کېږي او په دې اړه به ژر کارونه پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان سوداګرو په ځلونه له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د سوداګرۍ پر وړاندې خنډونه نه جوړوي او د دغه بهیر د لا پیاوړتیا لپاره دې له افغان لوري سره ګډ کار وکړي.


