ټاکل شوې نن په کابل کې د سولې او یووالي لپاره د افغانستان ـ پاکستان د عمل پلان د څارنې دوهمه کلنۍ غونډه ترسره شي.
د دې غونډې لپاره د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو خپل چمتوالی ښودلی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي د مرستیال وزیرانو په کچه به په دغه غونډه کې د امنیت او سولې په برخه کې خبرې وشي.
د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پراختیا لپاره د عمل پلان مهم یاد شوی او نن به افغان او پاکستاني چارواکي په پنځو ډلګیو کې له ترهګرۍ سره په جګړې ، اقتصادي او امنیتي همکاریو، کډوالۍ، سیاسي همکارۍ او د افغان سولې په برخه کې د همکارۍ بحث وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

