د اقتصادي پیاوړتیا په هدف لسګونه کونډو مېرمنو ته د سبزیجانو وچولو ماشینونه ورکړل شول
د پکتیکا ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست له لوري د مېرمنو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه ۲۸ بېوزله کونډو ته د سبزیجاتو وچولو عصري ماشینونه ورکړل شول.
مسولین وايې په دې سره به کونډې مېرمنې د خپلو یتیمو اولادونو لپاره د یوې ګولې نفقې برابرولو زمینه برابره کړي او نورو ته له سوال کولو څخه به را وګرځي.
د پکتیکا مرستیال والي انجنیر شېرپادشاه ارګونی وايي له کونډو مېرمنو سره د کرنې ریاست دا لاسنیوی به د هغوی ګڼې افتصادي ستونزې له منځه یوسي او د نورو خلکو له محتاجۍ به يې وژغوري.
هغه څرګندوي په هېواد کې څو لسیزو جګړو زرګونه کونډې او یتیمان پرېښودل، د هغوی له ډلې يې ډيری په بد اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي او په خبره په دې ډول پروګرامونو سره به هغوی له ډیرو ستونزو خلاصون پیدا کړي.
« نن ورځ اته ویشت دانې د سبزیجاتو وچولو ماشینونه چې ټولیز لګښت يې پنځه میلیونه افغانۍ شوی د پکتیکا کرنې او مالداري ریاست له لوري بزګرانو او کونډو مېرمنو ته ورکول کیږې.»
د کرنې او مالدارۍ رییس ابوبکر حقیار کلید سره په خبرو کې وویل د مرکز په ګډون يې په ځینو ولسوالیو کې بېوزله کونډو مېرمنو ته د سزیجاتو وچولو ماشینونه په واک کې ورکړل .
نوموړی وايي په دې کار سره به مېرمنې وکولای شي په خپل کور کې د خپلو اولادونو لپاره څه نا څه نفقه لاسته راوړي او نورو خلکو ته له سوال کولو څخه به را وګرځي.
« نن موږ د سبزیجاتو وچولو د ماشینونو د ورکړې لړۍ پیل کړې ده چې کرنې ریاست ته اته ویشت د سبزیجاتو وچولو ماشینونه ورکول شوي، اته د مرکز، اته د ارګون، اووه په یوسف خېل او پنځه په یحیی خېل ولسوالۍ کې بېوزله کونډو ته ورکول کیږې تر څو هغوی وکولای شي د خپلو اولادونو لپاره د عاید یوه سرچېنه پیدا کړي.»
پر همدې مهال د کرنې ریاست فني کارکوونکي او د ماشینونو تر لاسه کوونکي وايي دا ماشینونه په عصري او معیاري وسایلو سمبال دي او دا وړتیا لري تر څو هر ډول سبزیجات په لږه موده کې په صفا ډول وچ کړي.
دوی څرګندوي دا کار به د بېوزلو مېرمنو اقتصادي ستونزې تر یو بریده حل کړي او د ځان بساینې پر لور به ګامونه واخلي.
« کوم کور چې کونډې مېرمنې ته دا ماشین لګول شوی هغې ته لارښوونه شوې ده چې ماشین باید په څو درجې کې وساتل شي ، رومې بانجان، پیاز، بینډۍ ، مرچ او ځینې نور سبزیجات پکې وچیږې. له کښت او فصل څخه چې څه حاصل په لاس راځي هغه پکي ښودل او ساتل کیږې او کله چې مارکیټ ورته پیداکیږې بیا هغه په ښه قیمت په بازار کې پلورل کیږې.»
یاده دې وي چې په پکتیکا کې دا مهال ډيری بېوزله کونډې په بد اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي او د خپلو یتیمو ماشومانو په ګډون په بازار او کوڅو کې نورو خلکو ته د سوال لاسونه اوږدوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

