ads

صدیقي: د کابینې لېست نهایي شو

افغان حکومت د کابینې لېست د نهایي کېدو خبر ورکوي

شمس الرحمن شمس
10 وږی 1399
صدیقي: د کابینې لېست نهایي شو

د جموري ریاست ویاند صدیقي صدیقي د دوشنې ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې جمهور رییس د بېلابېلو فرمانونو له لارې بشیر احمد تینج د کار او ټولنیزو چارو وزارت نوماند، نثاراحمد غوریاني د صنعت او سوداګرۍ وزارت نوماند، قدرت الله ذکي د ټرانسپورت وزارت نوماند، معصومه خاوري د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ نوماندې، انورالحق احدي د کرنې او اوبو لګولو وزارت نوماند، محب الله صمیم د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت نوماند، فضل احمد معنوي د عدلیې وزارت نوماند، نور رحمان اخلاقي د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نوماند، عباس بصیر د لوړو زده کړو وزارت نوماند په توګه د باور رایې اخیستو په هدف ولسي جرګې ته معرفي کړل.

په ورته مهال صدیقي وویل چې د سولې په برخه کې پرمختګونه شوي او طالبان باید افغان سرتیري خوشی کړي ترڅو بین الافغاني خبرې پیل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA