ads

د افغانستان د امنیتي وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو اندېښنه

ملګرو ملتونو د افغانستان امنیتي وضعیت خرابېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده او ویلي دي چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت مخ پر خرابېدو دی.

شمس الرحمن شمس
10 وږی 1399
د افغانستان د امنیتي وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو اندېښنه

ملګرو ملتونو د افغانستان امنیتي وضعیت خرابېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده او ویلي دي چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت مخ پر خرابېدو دی.

دا خبرې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش کړي دي نوموړي د افغانستان په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي چې د تېرو میاستو په پرتله په افغانستان کې جګړې او نښتې ډېرې شوې دي.

دی وایي د مارچ له ۱۴مې بیا د جولای تر ۱۲مې ملګرو ملتونو په افغانستان کې ۳۷۰۶ امنیتي پېښې ثبت کړې دي

د دوی د معلوماتو له مخې په دې پېښو کې مخامخ جګړې، ځانمرګي بریدونه، نښتې او نور موارد شامل دي.

ټاکل شوې ګوتریش دغه راپور د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وړاندې کړي چې په راپور کې د سولې اړند څرګندونې هم شته.

ګوتریش زیاتوي چې د سیمې هېوادونه د افغان سولې څخه ملاتړ کوي او په دې برخه کې د دوی هڅې د پام وړ دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA