ads

 د افغانستان او فرانسې بهرنیو چارو وزیران ترمنځ ټلیفوني خبرې

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد محمد حنیف اتمر د فرانسې له بهرنیو چارو وزیر جین لي ډریان سره د افغان سولې او د بندیانو  تبادلې په اړه ټلیفوني خبرې کړې دي.

شمس الرحمن شمس
10 وږی 1399
 د افغانستان او فرانسې بهرنیو چارو وزیران ترمنځ ټلیفوني خبرې

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد محمد حنیف اتمر د فرانسې له بهرنیو چارو وزیر جین لي ډریان سره د افغان سولې او د بندیانو  تبادلې په اړه ټلیفوني خبرې کړې دي.

ددغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دواړو وزیرانو د اړیکو پر ټینګښت، د سولې په ورستیو پرمختګونو، د بندیانو پر تبادلې او  له طالبانو سره د خبرو پر پیل بحثونه شوي.

دا خبرې داسې مهال کېږي چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې لړۍ درېدلې ده.

افغان حکومت وایي تر هغې چې طالبان افغان سرتیري خوشي نه کړي نو دوی طالب بندیان ازاد نه کړي، خو تر دې وړاندې طالبانو ویلي و چې دوی د حکومت ټول سرتیري خوشي کړي دي.

طالبان ټینګار کوي هغه وخت به بین الافغاني خبرې پیل کړي چې افغان حکومت د دوی پاتې بندیان خوشي کړي.

افغان حکومت د مشورتي لویي چرګې له پرېکړې سره سم د پاتې ۴۰۰طالب بندیانو څخه ۸۰تنه خوشي کړي .

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA