ads

یوناما د افغانستان په اړه خپل څلور میاشتنی راپور امنیت شورا ته وړاندې کوي

ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راتلونکې پنجشنبه د افغانستان په اړه غونډه جوړه کړي چې یوناما به د افغانستان په اړه خپل څلور میاشتنی راپور هم وړاندې کړي.

شمس الرحمن شمس
9 وږی 1399
یوناما د افغانستان په اړه خپل څلور میاشتنی راپور امنیت شورا ته وړاندې کوي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راتلونکې پنجشنبې ورځ د افغانستان وضعیت په اړه غونډه کوي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یوناما خبر ورکوي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راتلونکي غونډه کې به د افغانستان په اړه خپل څلور میاشتنی راپور وړاندې کړي.

ټاکل شوې د راتلونکې پنجشنبې د سپټمبر په ۳مه نېټه د افغانستان وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا غونډه جوړه شي.

سرچېنه زیاتوي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې د یبورا لاینز به په یاده غونډه کې د افغانستان روان وضعیت په اړه خبرې وکړي.

د معلوماتو له مخې د یوناما راپور پر نړیواله سوله او امنیت د افغانستان وضعیت اغېز تر سلیک لاندې لیکل شوی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA