د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ د شرلعل خېلو دوبندۍ سيمه کې د شنبې په ورځ لس نيمې بجې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته نښته شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی کلید ته وویل، لومړی وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.
نوموړي زیاته کړه، په ځوابيه بريد کې د يو قوماندان په ګډون د وسله والو طالبانو د سرې قطعې شل غړي وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان شوي دي.
خوږیاڼی زیاتوي په دې نښته کې يو سيمه ييزو پوليس هم وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.
بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


