ads

په سویډن کې د قرانکریم سوځولو له کبله لاریونونه ترسره شول

په سویډن کې لاریونونه هغه وخت پیل شول کله چې په دغه هېواد کې یو شمېر افراطي کیڼ اړخو لخوا قران کریم ته اور ورته کړ.

شمس الرحمن شمس
9 وږی 1399
په سویډن کې د قرانکریم سوځولو له کبله لاریونونه ترسره شول

په سویډن کې لاریونونه هغه وخت پیل شول کله چې په دغه هېواد کې یو شمېر افراطي کیڼ اړخو لخوا قران کریم ته اور ورته کړ.

ددغه هېواد پولیس او لاریون کوونکو ترمنځ تاوتریخوالی رامنځته شوی، چې له کبله یې په مالمو ښار کې یو شمېر موټرونه سوځېدلي، دکانونه ویجاړ شوي، ګڼ پولیس او لاریون کوونکي ټپیان شوي دي.

پولیس وایي اوس وضعیت تر کنټرول لاندې دی او یو شمېر کسان یې د قضیې په تړاو نیولي دي.

د ډنمارک د سخت کیڼ اړخه سټریم کرس (سخت دریځي) ګوند مشر راسموس پلودن د سږ کال لومړیو کې د توکمپالنې په ګډون د یو شمېر جرمونو له کبله یوه میاشت زندانی شوی و.

نوموړی د خپل ګوند پر خواله رسنیو پاڼو د اسلام مخالفو ویډيوګانو خپرولو په جرم زنداني شوی و.

د فرانسې خبري اژانس د رپوټ له مخې نوموړی د دوو کلونو لپاره سویډن ته د تلو اجازه نه لري.

پولیسو رسینو سره په خبرو کې اندېښنه ښودلې ده چې د پلودن کړنې له قانونه سرغړونه ده او فعالیتونه به یې ټولنه له خطر سره مخ کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA