ads

شېر پاو: پاکستان دې د افغان ناروغانو لپاره د ویزې په برخه کې استانتیاوې رامنځته کړي

د ملي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو د افغانستان له لوی قونسل نجیب الله احمدزي سره کتلي دي او له هغه سره یې د افغان کډوالو، ناروغانو د ویزې او تګ راتګ په برخه کې پر اسانتیاوو خبرې کړېدي.

شمس الرحمن شمس
9 وږی 1399
شېر پاو: پاکستان دې د افغان ناروغانو لپاره د ویزې په برخه کې استانتیاوې رامنځته کړي

د ملي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو د افغانستان له لوی قونسل نجیب الله احمدزي سره کتلي دي او له هغه سره یې د افغان کډوالو، ناروغانو د ویزې او تګ راتګ په برخه کې پر اسانتیاوو خبرې کړې دي.

د کوزې پښتونخوا  دغه مشر د دواړو لورو ترمنځ د نورو خبرو ترڅنګ پر سودګرۍ، ترانزیټ او د افغان کډوالو پر ستونزو هم غږېدلی دی.

شېرپاو د غلام خان له لارې پر ترانزیټ کېدو خوښي ښودلې او هیله یې څرګنده کړې چې پاتې کارونه یې ژر تر ژره خلاص شي، څو له دې لارې عملاً ترانزیټ پیل شي او همدارنګه د سوداګریزو ستونزو د هواري لپاره یې له مرکزي حکومت سره د خبرو کولو ژمنه کړې ده.

نوموړي همدارنګه د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې د افغان کډوالو او ناروغانو لپاره دې د ویزې او د تګ راتګ په برخو کې ځانګړې اسانتياوې رامنځته شي، څو ولسي اړيکې لا پیاوړې شي.

دا خبرې داسې مهال کېږي چې د تورخم دروازه له څو میاشتو راهیسې د پاکستان حکومت لخوا  د تګ راتګ لپاره بنده ده چې دواړو خواوو ته یې افغان ولس له ستونزو سره مخ کړی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA