روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۲۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۸ زره او ۱۶۵تنو ته ورسېد.
دغه وزارت وایي په تېرو ۲۴ساعتونو کې له دې وبا څخه څوک نه دی مړ شوی او په همدې موده کې بیا ۲۶تنه ترې رغېدلي دي.
په افغانستان کې له کورونا څخه د مړه شویو شمېر ۱۴۰۴ او د رغیدلو کسانو شمېره ۲۹۰۸۹تنو ته رسېږي.
روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

