ads

حامد کرزی: د سولې لپاره په ټول توان هڅه کوم خو د حکومت په هېڅ تشکیل کې کار نه کوم

د مصالحې عالي شورا د غړيو او رهبرۍ د نوملړ د تاييد په تړاو د جمهور رییس محمد اشرف غني له فرمان څو ساعته وروسته مخکېني جمهور رییس حامد کرزي په دې شورا کې غړيتوب رد کړ.

منصور یوسفزی
9 وږی 1399
حامد کرزی: د سولې لپاره په ټول توان هڅه کوم خو د حکومت په هېڅ تشکیل کې کار نه کوم

د مصالحې عالي شورا د غړيو او رهبرۍ په خپاره شوي نوملړ کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون د  پخواني جهادي مشرانو، حکومتي چارواکو، سياسيونو او ښځو نومونه راغلي وو.

د جمهور رییس غني په فرمان کې راغلي، د مصالحې عالي شورا دنده لري چې د يوې اوونۍ په ترڅ کې د ديني عالمانو، د ملي شورا غړو، د ولايتي شوراګانو غړو، خصوصي سکټور، د سولې مشورتي لویې جرګې د غړو، د سياسي او ټولنیزو مطرح شخصيتونو او د رسنيو د منتخبو استازو په ګډون د يادې شورا د عمومي مجمع د غړو نوملړ ترتيب او نهايي کړي.

د حامد کرزي د مطبوعاتي دفتر مسوول يوسف سها له کليد سره په خبرو کې وويل، د پخواني جمهور رییس کرزي دريځ روښانه دی او د هېواد د يوه عادي وګړي په توګه به د سولې ټينګښت لپاره هڅې کوي.

دی زياتوي، ښاغلی کرزی نه‌غواړي چې د سولې په تړاو د حکومت په چوکاټ کې کار وکړي.

سها کليد ته وويل:

«د سولې په تړاو د ښاغلي حامد کرزي دريځ او موقف روښانه دی، لکه څنګه چې د سولې د ټولو افغانانو غوښتنه ده او رییس صيب په دې برخه کې همکار دی او هڅه کوي، خو دی غواړي چې د هېواد د يو عادي وګړي په توګه سولې لپاره هڅې وکړي.»

د چارو شنوونکي بيا د ياد نوملړ په تړاو نيوکې لري او زياتوي، په دې کې ټول هغه کسان راټول شوي چې د جمهور رییس غني او عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټيم غړي وو او يو شمېر نور یې بيا کانديدان وو.

د سياسي چارو شنوونکی صدیق منصور بيا وايي، په دې نوملړ کې داسې کسان نه‌شته چې د ټول اقشارو استازيتوب وشي کړی، په دې کې نه د فرهنګي برخې، نه د عملي برخې او نه هم د قرباني شويو کسانو استازي حضور لري.

دی زياتوي، د مصالحې عالي شورا په نوملړ کې ډېری د ۴۰ کلنې جګړې کليدي لوبغاړو ته برخه ورکړل شوې ده.

د منصور په خبره، ډيری هغو کسانو ته په‌کې برخه ورکړل شوې چې يوازې او يوازې د جګړې تجربه لري، نه د سولې.

نوموړي کليد ته وويل:

«له بده مرغه په دې نوملړ کې ټول داسې کسان ټاکل شوي چې لومړی خو د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټيم غړي وو، دا نوملړ د سپيدار او ارګ ترمنځ پنځوس پنځوس وېشل شوی، په دې که نه فرهنګي څېرې ليدل کېږي، نه علمي څېرې او نه هم په‌کې د قرباني شويو کورنيو استازي حضور لري، دا ټول هغه کسان دي چې د څلوېښت کلنې جګړې اصلي لوبغاړي بلل کېږي چې یوازې د جګړې تجربه لري، نه د سولې.»

بل لور ته د ښځينه فعاله ګلنار مصلح بيا وايي، د مصالحې عالي شورا په خپاره شوي نوملړ کې يوازې څو محدود ښځو ته ځای ورکړل شوی او دوی نه‌شي کولی د هېواد د ټولو مېرمنو استازيتوب وشي کړی.

دا زياتوي، په دې نوملړ غړي بايد لږ تر لږه څلوېښت سلنه ښځې وی او پر حکومت غږ کوي چې د خپاره شوي نوملړ په تړاو دې بياځلي کتنه وکړي.

مصلح کليد ته وويل:

«حکومت يوازې څو محدودو ښځو ته په دې نوملړ کې ځای ورکړی چې دا هېڅ کله نه‌شي کولی د هېواد د ټولو مېرمنو استازيتوب وشي کړای، حکومت بايد ۴۵ سلنه ښځو ته ونډه ورکړی وی او زه له حکومته غوښتنه کوم چې د دې نوملړ په تړاو دې بياځلي کتنه وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د سولې پروسې له پيل څخه ښځې اندېښنه لري چې د يادې پروسې په پايله کې د دوی ۱۹ کلنې لاسته راوړنې له‌منځه ولاړې نه‌شي او پر حکومت یې په وار وار سره نيوکې کړي چې د سولې په پروسه کې یې ښځو ته د مانا لروونکي حضور زمينه نه‌ده برابره کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA