ads

افغان حکومت د ملي روغې جوړې د عالي شورا لپاره غړي اعلان کړل

افغان حکومت خبر ورکوي چې د مصالحې د عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي روغې جوړې د عالې شورا لپاره یې غړي اعلان کړل.

شمس الرحمن شمس
9 وږی 1399
افغان حکومت د ملي روغې جوړې د عالي شورا لپاره غړي اعلان کړل
ارګ مانۍ

ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې دا شورا په هېواد کې د سراسري سولې په اړه د ملي اجماع د رامنځته کېدو او د هغه سیاسي توافق پر اساس جوړه شوې چې جمهور رییس غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ شوی و.

سرچېنه زیاتوي چې ددې شورا لپاره د ۴۶کسانو نومونه ورلېږل شوي او ملي روغې جوړې عالي شورا ته یې یوه اونۍ وخت ورکړی چې د شورا د عمومي مجمع د غړو لېست نهایي کړي.

د ارګ لخوا په ۴۶کسیز نوملړ کې مخکنی جمهور رییس حامد کرزی، عبدالرب رسول سیاف، انجینر ګلبدین حکمتیار او یو شمېر نور پخواني جهادي قوماندانان، اوسني حکومتي چارواکي، د میرمنو استازې او مصالحې د عالې شورا د رهبرۍ هیت غړي شامل دي.

جمهوري ریاست د ملي روغې جوړې د عالي شورا فرمان داسې مهال خپروي چې د افغان حکومت او طالبانو د استازو تر منځ بین الافغاني خبرې ځنډېدلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو ویلي تر هغې به بین الافغاني خبرې پیل نه کړي ترڅو چې یې پاتې بندیان خوشي شوي نه وي.

  بل لور ته حکومت بیا له طالبانو د خپلو اسیرانو غوښتنه کوي او وایي چې افغان سرتیري خوشي شي نو پاتې ۳۲۰طالب بندیان به هم آزاد شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA