ads

پکتیکا کې ډيری خبریالانو د اقتصادي ستونزو له امله د خبریالۍ ډګر پرېښی

پکتیکا خبریالان وايي په دې ولایت سیمه ییزې راډيوګانې او خبریالان له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او په خبره يې ډېری کسان له همدې امله دندې پرېښودو ته اړ شوي دي.

خیرالدین ذکي
8 وږی 1399
پکتیکا کې ډيری خبریالانو د اقتصادي ستونزو له امله د خبریالۍ ډګر پرېښی

پکتیکا خبریالان وايي په دې ولایت سیمه ییزې راډيوګانې او خبریالان له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او په خبره يې ډېری کسان له همدې امله دندې پرېښودو ته اړ شوي دي.

دوی څرګندوي سیمه ییزي راډيوګانې خبریالانو ته د معاشونو د ورکړي توان نه لري او د ملي او نړیوالو رسنیو استازي هم تر ډيره پر ځان بسیا نه دي.

دوی دا څرګندونې نن د پکتیکا پریس کلب یا خبریالانو د راټولیدنې مرکز په پرانیست غونډه کې وکړې.

ازاد خبریال علي محمد نظري کلید سره په خبرو کې وویل پکتیکا کې سیمه ییزې راډيوګانې او ځايي خبریالان له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او نشي کولای خپلي چاري پر مخ یوسي.

نوموړی څرګندوي د کمو امکاناتو او معاش نه درلودو له امله ډيری خبریالانو دندې پرېښې او نورو کارونو ته ېې مخه کړې ده.

« دلته ټول خبریالان افتخاري لګیا دي او که کومي ادارې امتیاز ورکوي هغه یوازي دومره وي چې د دوی د کریدیت او انټرنیټ لګښتونه پوره کړي، په پکتیکا کې ټول خبریالان او سیمه ییزې راډيوګانې له ډيرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او په مالي برخه کې کومه ځانګړې ملاتړ کوونکې اداره نه لري چې د دوی او کورنیو اړتیاوي يې پوره کړي.»

د عبدالوهاب ویران او عبدالباري نعیمي په نومونو دوه نور ځايې خبریالان وايې د پخوا په پرتله د خبریالانو شمیر څو برابره ځکه کم شوی چې اقتصادي ستونزې يې ډيري او امتیاز يې نشته.

دوی وویل سیمه ییزې راډيوګانې کارکوونکو ته معاشونه نشي ورکولای، ملي او نړیوالې رسنۍ ډيری يې استازي نه لري او چې لري يې هغوی هم تر ډيره پر ځان بسیا نه دي.

« په پکتیکا کې خبریالان له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي نو ځکه هم ډيری خبریالانو له همدې امله خپلې دندې پرېښې دي او نورو کارونو ته يې مخه کړې تر څو څه نا څه عاید تر لاسه کړي، خبریالان اوس په داسي معاش کار کوي چې دوی ته بسنه نه کوي نو اړ دي چې دا دنده پریږدې سوداګري ، مزدوري یا نورو کارونو ته مخه کړي او یا هم له هېواده د باندې د مزدوري لپاره لاړ شي.»

پر همدې مهال د پکتیکا پریس کلب مشر رحیم خان خوشال کلید ته وویل ډيری خبریالانو دا ډګر ځکه پرېښي چې معاش او امتیاز نه لري او په افتخاري ډول يې نور د دندې ترسره کیدو توان له لاسه ورکړی.

هغه څرګندوي که وضعیت همدا ډول دوام وکړي ، ښايې د ګوتو په شمیر خبریالان خپلي دندو ته له ډيرو سختیو سره سره دوام ورکړي او سیمه ییزې راډيوګانې ممکن نور د فعالیت توان ونه لري.

« پکتیکا کې د ګوتو په شمیر یا دوه درې کسه يې معاش لري نور هیڅ یو خبریال معاش او امتیاز نه لري دوی د ځان او کور لپاره لګښتونو ته اړتیا لري دا چې اوس په رسنیو کې ورته معاش نه ورکول کیږې نو ځکه هم په دې ولایت کې ډيری کسانو د خبریالۍ له ډګر څخه تېښته کړې ده ځکه هم د خبریالۍ په ډګر کې د ملګرو فعالیت کمرنګه کیږې.»

یاده دي وي چې له کلونو وروسته نن پکتیکا پریس کلب یا د خبریالانو د راټولیدنې مرکز پرانیسته وشوه ، باور دا دی چې ښايي له دې لارې د دې ولایت خبریالان خپلي غوښتنې او ستونزې تر اړونده چارواکو او مسولو ادارو پوري پر ورسوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA