ads

په پاکستان کې د سختو بارانونو له کبله ۲۳ کسان مړه شوي

د پاکستان رسنۍ خبر ورکوي چې د کراچۍ ښار کې له ګڼ باران وروسته بېلا بېلو پېښو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۳ تنه وژل شوي دي.

شمس الرحمن شمس
8 وږی 1399
په پاکستان کې د سختو بارانونو له کبله ۲۳ کسان مړه شوي

د پاکستان رسنۍ خبر ورکوي چې د کراچۍ ښار کې له ګڼ باران وروسته بېلا بېلو پېښو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۳ تنه وژل شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ په یاد ښار کې د ډېرو اوبو له کبله تر ډېره حده د ژوند چارې په ټپه ولاړې دي، خو پولیس یې ډاډ ورکوي چې ژر به یاده ستونزه حل کړي.

پولیس وایي په یو شمېر سیمو کې لاهم خلک لادرکه دي او دوی یې د موندنو عملیات پیل کړي دي.

سرچېنه زیاتوي چې تر ۳۰۰زیات کورونه د بارانونو له کبله زیانمن شوي دي چې تر ډېر کورونه خراب دي او خلک په سرکونو پاتې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA