په هېواد کې د سېلابونو له کبله د مرګژوبلې زیاتیدل
له دریو ورځو سختو بارانونو ورسته چی د سلګونو کورونو د ویجاړېدو سبب شوي، چارواکی وایی د سېلونو لړۍ له تېرې شپې راهیسې دریدلې ده.
په هېواد کې له درې ورځو سختو بارانونو له کبله سلکونه کورونه ویجاړ شوي او ګڼو وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
له طبیعي پېشو زیانمنوته د رسېدو په برخه کې افغان وزارت وایي پرون د ژغورنې ډلې شپږ نور مړي موندلي دي چې له دې سره د مړو شمېر ۱۷۵او د ژوبل شویو کسانو شمېر ۲۵۰تنو ته رسېږي.
سرچېنه زیاتوي دغه درانه تلفات د هېواد په ۱۴ولایتونو کې اوښتي چې ډېر یې په پروان، کاپیسا او د کابل په سروبي ولسوالۍ کې دي.
پروان کې ۱۰۵تنه مړه شوي دي او لاهم ځیني تري تم دي.
پېښو ته د رسېدو په برخه کې د افغان دولت وزیر غلام بهاولدین جیلاني وایې د بېلا بېلو بنسټونو لخوا د بشري مرستو لړۍ پیل شوې ده.
دی وایې لا هم تر ځمکې لاندې د مړو اټکل کېږي چې ښايي ورسره د مرګژوبلې شمېره لوړه شي
تر اوسه حکومت د مالي زیانونو په اړه څه نه دي ويلي خو داسې راپورونه یې ورکړي دي چې د افغانستان په ۱۴ولایتونو کې د تېرې اونۍ په سېلابونو کې نږدې ۸زره څاروي مړه شوي او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویحاړه شوې ده.
سېلاب ځپلو سره کورنیو او بهرنیو بنسټونو د مرستې ډاډ ورکړی او ځینو ولایتونو ته یې مرستې لېږلې هم دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

