ads

روسیه: افغان حکومت دې له طالبانو سره خبرې پیل کړي

روسیې له افغان حکومته غوښتي چې ژر د بندیانو د خوشې کولو پروسه بشپړه کړي او له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړي.

شمس الرحمن شمس
8 وږی 1399
روسیه: افغان حکومت دې له طالبانو سره خبرې پیل کړي

په بین الافغاني خبرو کې ځنډ د سولې هلې ځلې زیانمنولی شي

روسیې له افغان حکومته غوښتي چې ژر د بندیانو د خوشې کولو پروسه بشپړه کړي او له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړي.

مسکو همدارنګه اندېښنه ښودلې چې د بین الافغاني خبرو کې ځنډ د سولې وروستۍ هڅې زیانمنولی شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې دا خبرې کړې دي او ویلي دي د سولې خبرو کې ځنډ د افغان چارواکو لېوالتیا تر پوښتنې لاندې راولي.

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر تازه ویلي چې راتلونکې اونۍ به پاتې طالب بندیان خوشې کړای شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو ویلي دي هر کله چې ددوی پاتې بندیان آزاد شي دوی به په اوونۍ کې دننه بین الافغاني خبرې پیل کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA