ads

د کورونا ویروس ۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۸ زره او ۱۴۰تنو ته ورسېد.

شمس الرحمن شمس
8 وږی 1399
د کورونا ویروس ۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۸ زره او ۱۴۰تنو ته ورسېد.

دغه وزارت وایي په تېرو ۲۴ساعتونو کې له دې وبا څخه څوک نه دی مړ شوی، خو په همدې موده کې بیا ۳۴تنه ترې رغېدلي دي.

په افغانستان کې له کورونا څخه د مړه شویو شمېر ۱۴۰۴ او د رغیدلو کسانو شمېره ۲۹۰۵۹تنو ته رسېږي.

روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.

دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA