ads

د افغانستان او فرانسې جمهور رییسانو ترمنځ ټلیفوني خبرې

جمهور رییس غني د فرانسې له جمهور ریس سره د طالب بندیانو خوشي کولو په اړه خبرې کړې دي.

شمس الرحمن شمس
8 وږی 1399
د افغانستان او فرانسې جمهور رییسانو ترمنځ ټلیفوني خبرې

جمهور رییس غني د فرانسې له جمهور ریس سره د طالب بندیانو خوشي کولو په اړه خبرې کړې دي.

ارګ وایي جمهور رییس محمد اشرف غني پرون د فرانسې جمهور رییس امانوئل مکرون سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

سرچېنه زیاتوي چې دواړو مشرانو د همکاریو د پراختیا، سولې پروسې او له افغانستان سره د فرانسې د مرستو د ددوام په اړه غږېدلي دي.

امانوئل مکرون په خپلو خبرو کې د سولې او بیا روغونې په برخه کې د ملاتړ ترڅنګ د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړی.

په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي چې دواړو مشرانو د بندیانو پر تبادلې هم خبرې کړې دي.

دا خبرې داسې مهال کېږي چې له دې وړاندې د فرانسې هېواد د ځینو بندیانو  خوشې کولو سره مخالفت ښودلی و او له افغان حکومت یې غوښتي و چې هغه بندیان خوشې نه کړي چې د دوی وګړي یې وژلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA