ads

جاوېد فیصل: طالبان دې کومانډویي سرتیري خوشي کړي

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل تازه څرګدنو کې د طالب بندیانو خوشي کولو په اړه ویلي طالبان دې پر ژمنو عمل وکړي او پاتې بندي کومانډویان دې خوشي کړي څو افغان حکومت هم ددوی ۳۲۰ پاتې بندیان خوشي کړي.

شمس الرحمن شمس
8 وږی 1399
جاوېد فیصل: طالبان دې کومانډویي سرتیري خوشي کړي

افغان حکومت وایي د طالب بندیانو خوشي کولو اړوند دریځ کې هېڅ بدلون نه دی راغلی او له طالبانو یې غوښتي چې پاتې بندي اسیران دې خوشې کړي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل تازه څرګدنو کې د طالب بندیانو خوشي کولو په اړه ویلي طالبان دې پر ژمنو عمل وکړي او پاتې بندي کومانډویان دې خوشي کړي څو افغان حکومت هم ددوی ۳۲۰ پاتې بندیان خوشي کړي.

 فیصل وایي اوس ددې وخت دی چې طالبان سولې ته ژمنتیا وښيي او د افغان حکومت د پاتې بندیانو په خوشي کولو سره د سولې په لار کې شته خنډونه له منځه یوسي.

طالبانو تازه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې یې ویلي و چې ټول افغان سرتیري یې خوشي کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله د پنجشنبې ورځ وویل  چې راتلونکې اونۍ کې به بین الافغاني خبرې پیل شي، خو طالبانو بیا ویلي چې د سپټمبر میاشتي په لومړیو هېڅ ډول خبرې نه دي پلان کړي.

طالبان ټینګار کوي هر کله چې د دوی پاتې بندیان آزاد شي نو دوی به هم بین الافغاني خبرې پیل کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA