ارګ: په هغه صورت به پاتې طالب بندیانو خوشي کړو چې طالبان زموږ سرتیري خوشي کړي

جمهوري رياست وايي، د پاتې طالب بنديانو د خوشي کولو په تړاو د دوی دريځ روښانه دی او د مشورتي لویې جرګې د پرېکړې پر اساس به حکومت پاتې طالب بنديان هغه مهال خوشي کړي چې ياده ډله هم افغان کمانډويي ځواکونه له خپل بنده ازاد کړي.