که څه د بهرنيو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر او د مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په خپلو وروستيو څرګندونو کې ډاډ څرګند کړی و چې په روانې اوونۍ کې به پاتې طالب بنديان خوشې او بينالافغاني مذاکرات به پيل شي.
خو جمهوري رياست بيا وايي، د پاتې طالب بنديانو د خوشي کولو په تړاو د دوی دريځ روښانه دی او د مشورتي لویې جرګې د پرېکړې پر اساس به حکومت پاتې طالب بنديان هغه مهال خوشي کړي چې ياده ډله هم افغان کمانډويي ځواکونه له خپل بنده ازاد کړي.
د جمهور رییس مرستيال وياند دواخان مينهپال وايي، د اوربند ټينګښت او د مذاکراتو ژر پيل نور هغه شرایط دي چې لویې جرګې په دې برخه کې وضع کړي او حکومت ځان مکلف ګڼي چې دغو شرایطو ته ژمن پاتې شي.
دی زياتوي، د هغو بنديانو د خوشي کولو پر سر چې يو شمېر هېوادونه نيوکې لري، د بهرينو چارو وزارت له لوري له يادو هېوادونو سره خبرې روانې دي، څو يوې پايلې ته ورسېږي.
«ولسمشر د جرګې په اساس فرمان ورکړاو لویې جرګې یو شرط کېښودی چې افغان سرتیري دې هم خوشې شي، خو له بده مرغه طالبانو تر اوسه داسې څه نه دي کړي»
د سياسي چارو شنوونکي بيا وايي، د سولې پروسې او بينالافغاني مذاکراتو د پيلېدو پر وړاندې شته ستونزو او خنډونو ته په کتو سره په يوې اوونۍ کې د مذاکراتو د پيلېدو موضوع ناشونې ده.
د سياسي چارو شنوونکی امينالله شارق وايي، د افغان حکومت او طالبانو له وروستيو دريځونه داسې برېښي چې ياد مذاکرات به ژر پيل نهشي.
دی زياتوي، حکومت ته پهکار وه چې د طالبانو په څېر یې د کمانډويي ځواکونو مسله په لومړيو کې مطرح کړې وی.
«کله چې تاسې د طالبانو او افغان حکومت څرګندونو ته ګورئ نو سړی نه باوري کېږي چې دا خبرې دې پیل شي»
که څه هم د بندیانو تبادلې په اړه د حکومت او طالبانو ترمنځ اختلافونو نهدي حل شوي، کورنيو چارو وزارت بيا خبر ورکوي چې په تېره اوونۍ کې د طالبانو په ترهګریزو بريدونو کې ۶۷ ملکيان وژل شوي او ۱۷۹ نور ټپيان شوي دي.
د ياد وزارت وياند طارق ارين وايي، طالبانو په ۲۷ ولايتوتو کې ترهګریز فعاليتونه کړي چې تر ټولو ډېر یې په بلخ کې و.
«په تېره اونۍ کې د طالبانو لخوا ۴۴۶تروریستي فعالیتونو له کبله ۶۷ملکیان ووژل شول او ۱۷۹تنه ټپیان شوي دي چې ډېر تلفات په بلخ ولایت کې اووښتي دي»
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بنديانو پر سر اختلاف اوس هم هغه مورد په ګوته کېږي چې د بينالافغاني مذاکراتو د ځنډېدو لامل شوی، که څه هم حکومت د پاتې ۴۰۰ طالب بنديانو د خوشي کولو په تړاو لويه جرګه راوبلله او د جرګې ګډونوالو په مشروط ډول د پاتې بنديانو د خوشي کولو پرېکړه وکړه، خو اوس حکومت ټينګار کوي چې طالبانو بايد پاتې کمانډويي ځواکونه له بنده ازاد کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

