ads

په کندهار کې دوو چاودنو ۱۵ملکیان وژلي

د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر دوو موټرونو د سړک غاړې ماینونو چاودنې کړې چې له کبله ۱۵ ملکي کسان وژلي شوي اویو تن ټپي شوی.

شمس الرحمن شمس
7 وږی 1399
په کندهار کې دوو چاودنو ۱۵ملکیان وژلي

د کندهار سیمه ییز چارواکي د سړک د غاړې په دوو جلا چاودنو کې د ۱۵ولسي وګړو د وژل کېدو خبر ورکوي

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي کلید ته وویل چې لومړۍ چاودنه نن سهار ۹نیمې بجې د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند په لوی کاریز سیمه کې پر یو عراده ټونس موټر شوې ده چې له کبله یې د یوې کورنۍ ۱۵تنه ووژل شول.

د نوموړي په وینا په وژل شوو کسانو کې ۵نارینه پنځه مېرمنې او درې ماشومان شامل دي

بارکزی همدارنګه زیاتوي چې تر دې وروسته بله چاودنه د هم په سپین بولدک ولسوالۍ کې شوې ده چې له کبله دوه تنه ووژل شول او یو تن یې ټپي شو.

غږ………. بارکزی

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ددغو چاودنو مسوول وسله‌وال طالبان بولي خو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې ولایتونو کې د سړک غاړې ماین چاودنو ته هېوادوال اندېښمن دي او له حکومته د ورته پېښو د مخنیوي غوښتنه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA