د کندهار د امنیه قومندانۍ وياند جمال ناصر بارکزي کلید راډيو ته وویل، چې نن ماپخښين شاوخوا ۲ بجې د کندهار ښار د اوومې امنیتي حوزې په سیمه کې ۳ وسله والو د پولیسو پر ګزمه برید کړی.
د بارکزي په خبره چي د یادې حوزې د پولیسو په ځوابیه ډزو کې ۳ واړه بریدګر وژل شوي او پولیسو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
په کندهار کې وخت ناوخته دا ډول پېښې کېږي، چې خلګ يې اندېښمن کړي او له امنیتي چارواکو یې د مخنیوي غوښتنه کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

