ads

پاکستان کې سختو بارانونو ګڼ خلک له ستونزو سره مخ کړي دي

د پاکستان رسنۍ خبر ورکوي چې له درې ورځ باران وروسته د کراچۍ ښار په ګډون یو شمېر نور ښارونو ته سخت زیانونه اړولي دي.

شمس الرحمن شمس
7 وږی 1399
پاکستان کې سختو بارانونو ګڼ خلک له ستونزو سره مخ کړي دي

د پاکستان رسنۍ خبر ورکوي چې له درې ورځ باران وروسته د کراچۍ ښار په ګډون یو شمېر نور ښارونو ته سخت زیانونه اړولي دي.

په ورته مهال د کراچې پولیس وایي چې د باران له کبله اکثره لارې د اوبو له کبله بندې شوې دي او اوس خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ښاریان بیا د پاکستان حکومت پر بې غوری نېوکه کوي او وایي سره له دې چې دوی د بارانونو له اټکل خبر و، خو بیا هم یې د پام وړ اقدامات نه دي کړي.

د کراچۍ ښار کې د وروستیو ورښتونو له امله ۲۳ تنه مړه شوي دي. د راپورونو له مخې د باران له امله په ځینو سیمو کې د ورښت کچه ۲۰۰ ملي مترو ته رسېدلې ده. ویل کیږي د ښار په ډېری سیمو کې برېښنا هم پرچاو شوې ده.

پر خواله رسنیو داسې ویډیو کلیپونه لاس پر لاس کېږي چې موټرې او لوی کانټېنرونه اوبو په مخه کړي دي او خلک د خپلو ځانونو د ژغورلو هڅه کوي.

ویل کېږی له تېرو ۹۰ کلونو راهیسی دومره سخت باران نه و شوی خلک وایي چې په لرپرتو سیمو کې زیانونه ډېر دي

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA