ads

عبدالله: په راتلونکې اونۍ کې به بین الافغاني خبرې پیل شي

د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر  عبدالله عبدالله وایي ټاکل شوې چې راتلونکې اونۍ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبرې پیل شي.

شمس الرحمن شمس
7 وږی 1399
عبدالله: په راتلونکې اونۍ کې به بین الافغاني خبرې پیل شي

د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر  عبدالله عبدالله وایي ټاکل شوې چې راتلونکې اونۍ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبرې پیل شي.

نوموړي د پنجشنبې ورځ د جګړې او سولې مطالعاتو انسټیټیوټ کې د خپلو خبرو  په دوام وویل مشورتي لویې جرګې ثابته کړه چې افغانان سوله غواړي او ددې سولې لپاره قرباني هم ورکولی شي.

ډاکټر عبدالله همدارنګه وویل  له طالبانو سره د خبرو پر مېز به د مذاکراتو مرکچي پلاوی پرېکنده دریځ ولري او د افغانانو د غوښتنو مطابق به دفاع وکړي.

لا تر اوسه نه ده معلومه چې دا پلاوی به کله قطر ته روانېږي او طالبانو هم راتلونکې اوونۍ د بین الافغاني خبرو پیلېدل نه دي تائید کړي.

یادې ډلې د دې خبرو د پیلو لپاره د افغان حکومت له زندانونو د څلور سوه پاتې طالب زندانیانو خوشي کېدل یو شرط بللی و.

افغان حکومت له دې ډلې ۸۰ زندانیان خوشي کړي دي، خو د پاتې زندانیانو د برخلیک په هکله حکومت تر دې دمه کومه پرېکړه نه ده کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA