طالبان وایي چې د سپټمبر په لومړیو کې به بین الافغاني خبرې پیل نه شي.
ددې ډلې د مرکچي پلاوي مشر شېر محمد عباس ستانکزي تېر ماښام روېټرز خبري اژانس ته په خبرو کې ویلي چې د سپټمبر په لومړیو کې له افغان چارواکو سره د سولې هېڅ ډول خبرې نه دي پلان شوي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ډاډ ورکړ چې راتلونکې اونۍ کې به له طالبانو سره بین الافغاني خبرې پیل شي.
خو تر دې وړاندې طالبانو ویلي و چې تر هغې به بین الافغاني خبرې پیل نه کړي تر څو چې پاتې ۴۰۰طالب بندیان له حکومتي زندانونو څخه خوشي نه شي.
د دغو ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو لپاره افغان حکومت مشورتي لویه جرګه رغوښتې وه چې جرګې د یادو بندیانو خوشي کولو پرېکړه کړې وه او جمهور رییس یې هم د خوشي کولو فرمان لاسلیک کړ .
افغان حکومت له دې ډلې ۸۰ زندانیان خوشي کړي دي، خو د پاتې زندانیانو د برخلیک په هکله حکومت تر دې دمه کومه پرېکړه نه ده کړې.
په همدې حال کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له رسنیو سره په خپلو خبرو کې ویلي چې حکومت د بین الافغاني خبرو ځندنۍ کړې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

