ads

ضیاءالحق امرخېل د ننګرهار د نوي والي په توګه دنده پیل کړه

 ضیاء الحق امرخېل د ننګرهار د والي په توګه نن د جمهوري ریاست د اداري چارو د لوی رییس فضل محمود فضلي او د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې مالي او اداري معین ستر جنرال محمد ایوب سالنګي له لوري خلکو ته ور وپیژندل شوو.

ناصرخان شېرزی
7 وږی 1399
ضیاءالحق امرخېل د ننګرهار د نوي والي په توګه دنده پیل کړه

د ننګرهار والي او په ولسي او سیاسي چارو کې د جمهور رییس سلاکار ضیاءالحق امرخېل نن خپله دنده رسماً پېل کړه.

 ضیاء الحق امرخېل د ننګرهار د والي په توګه نن د جمهوري ریاست د اداري چارو د لوی رییس فضل محمود فضلي او د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې مالي او اداري معین ستر جنرال محمد ایوب سالنګي له لوري خلکو ته ور وپیژندل شوو.

یاد والي د پیژندنې مراسمو وینا کې له ننګرهاریانو غوښتنه وکړه ،چې دده ملاتړ وکړي، ترڅو په دغه ولایت کې زورواکي او غاصبین له پښو وغورځوي.

والي په خپلو خبرو کې وویل، چې د عدالت تامین ، د تړل شویو ښوونځیو بیا پرانیستل ، د فساد پروړاندې مبارزه او د غاصبینو پر وړاندې قانوني اجراات او د رسنیو ازادي یې کاري لومړیتوبونه دي.

امرخېل زیاته کړه چې ، د هیواد جوړول د بهرنیانو کار ندی او د غوندې له ګډنوالو څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه ،چې په ګډه ورسره د ننګرهار د ابادۍ لپاره کار وکړي.

ضیاء الحق امرخېل د پخواني والي شاه محمود میاخېل له تګ  څخه شاوخوا یوه میاشت وروسته دنده پېلوي، چې په دې موده کې د ننګرهار ولایت د سر پرستۍ چارې د تمیم عارف لخوا پرمخ وړل کیدلې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA