په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي چې په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټیفانو پنتېکورو له طالب استازو سره لیدلي او پر یو لړ موضوعاتو یې خبرې کړې دي.
شاهین پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې نوموړي په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره د افغانستان د روان وضعیت او د دوحې هوکړه لیک پر عملي کېدو خبرې اترې کړې دي.
سټیفانو هم پر خپله ټوېټر پاڼه ددې خبر پخلی کړی او ویلي دي چې دې ډلې سره یې د افغانستان د تلپاتې سولې څخه د ناټو د ملاتړ پر دوام خبرې کړي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د فیبرورۍ پر ۲۹مه نېټه یو تړون لاسلیک شو، چې له مخې طالبان پر بهرنیو ځواکونو برید نه کوي او امریکا به د کال په اوږدو کې خپل سرتیري له افغانستان څخه وباسي.
په هوکړه کې په دې هم ټینګار شوی چې افغان حکومت به د طالبانو ۵زره او طالبان به د حکومت ۱۰۰۰تنه بندیان خوشي کوي او تر هغه وروسته به بین الافغاني خبرې پیلوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

