روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۱۱ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۸ زره او ۱۴۰تنو ته ورسېد.
دغه وزارت وایي، په ټول هېواد کې په همدې موده کې له یادې ناروغۍ څخه یو تن مړه شوی او له دې سره د مړه شویو کسانو شمېر۱۳۹۸تنو ته ورسېد
په ورته تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳۰ تنه بیرته له دې وبا څخه رغېدلي دي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر۲۹۰۵۹ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

