سیلابونو ۱۵۱ کسان وژلي او ۲۰۰ نور یې ټپیان کړي دي

له پیښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت چارواکي وایي، د سې شنبې ورځې راهیسې تر اوسه په دیارلسو ولایتونو کې د اورښتونو او سیلابونو له کبله ۱۵۱ تنه وژل شوي او تر ۲ سوه نور ټپیان دي.