ads

سیلابونو ۱۵۱ کسان وژلي او ۲۰۰ نور یې ټپیان کړي دي

له پیښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت چارواکي وایي، د سې شنبې ورځې راهیسې تر اوسه په دیارلسو ولایتونو کې د اورښتونو او سیلابونو له کبله ۱۵۱ تنه وژل شوي او تر ۲ سوه نور ټپیان دي.

فضل الهادي حمیدي
6 وږی 1399
سیلابونو ۱۵۱ کسان وژلي او ۲۰۰ نور یې ټپیان کړي دي

د دغه وزارت مرستیال محمدقاسم حیدري نن په یوه خبري غونډه کې وویل، د ځاني زیانونو ترڅنګ سیلابونو درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.

نوموړي زیاته کړه چې له ۱۵۰ جریبه ډیره کرنیزه ځمکه تخریب شوې او سلګونه څاروي هم له منځه تللي دي.

له دې وړاندې دغه وزارت خبرداری ورکړی و چې کیدای شي د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې سخت اورښتونه وشي او سیلابونه راشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA