ads

جمهوررییس غني د پروان خلکو ته په وخت د مرستو رسولو ډاډ ورکړ

جمهوررئیس محمداشرف غني تیر ماښام د ویډیو کنفرانس له لارې د پروان ولایت مشرانو ، متنفذینو او د ولایتي شورا له غړو سره په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو له کبله زیانمنو ته د عاجلې رسیدګۍ بهیر په اړه خبرې وکړې.

نویسنده: Mohammad Khan barial
6 وږی 1399
جمهوررییس غني د پروان خلکو ته په وخت د مرستو رسولو ډاډ ورکړ

د دغه ویډیو کنفرانس په پیل کې د پروان والي ډګر جنرال فضل الدین عیار او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني د دغه طبیعي افت د اوښتو تلفاتو او زیانونو په اړه تخمیني معلومات وړاندې کړل.

دوی وویل، لومړنۍ شمېرې ښيې چې د دغو سېلابونو له امله ۸۵ تنه شهیدان او ۱۲۰ تنه ټپیان شوي او کابو۵۰۰ د استوګنې کورونه ویجاړ شوي دي. همدارنګه زیاتې کرنيزې ځمکې تخریب او د چاریکارو کانال ته زیان اوښتی دی.

د پروان والي او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر څرګنده کړه، زیانمنو شویو ته د غوره رسیدګۍ په موخه پنځه زره کورنیو لپاره کومکي بستو، درې زره خېمو، د څښلو پاکو اوبو، خوراکي توکو، نغدي مرستې او درملو ته اړتیا لرو.

جمهوررییس د دوی د خبرو له اورېدو وروسته د پروان، پکتیا او میدان وردګ ولایتونو کې د سېلابونو له امله د اوښتو تلفاتو په خاطر د خپلې غمشریکۍ مراتب څرګند کړل.

جمهوررئیس څرګنده کړه، مالیې وزارت به د بودجې د تخصیص او د ارګ علمیاتي واحد به د چاریکارو کانال د بیارغاونې په برخه کې اقدام وکړي او ټولې اړوند ادارې به د جمهوررئیس لومړي مرستیال امرالله صالح تر څار لاندې بېړنۍ مرستې زیانمنو شویو ته ورسوي.

جمهوررئیس غني د پروان ولایت مشرانو ته ډاډ ورکړ چې زیانمنو شویو کسانو ته به مرستې په وخت رسیږي.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې اړوندو ارګانونو ته لارښوونه وکړه چې په پروان ولایت کې د سېلاب له امله رامنځته شوي زیانونه وارزوي، ترڅو منفي اغېزې یې په درست ډول مدیریت شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA