ads

عبدالله عبدالله او سکاټ مېلر پر افغان سوله خبرې وکړې

د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله پرون د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت له عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر سره وکتل.

فضل الهادي حمیدي
5 وږی 1399
عبدالله عبدالله او سکاټ مېلر پر افغان سوله خبرې وکړې

د ملي مصالحې د عالي شورا له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغه کتنه کې دواړو لورو د سولې د پروسې په وروستیو بدلونونو،د بندیانو په تبادلې او د بین الافغاني خبرو په پیل خبرې اترې وکړې.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د المان ځانګړي استازي مارکس پوتزل د طالبانو د سیاسي دفتر له غړو سره په قطر کې لیدلي دي.

د طالبانو د قطر د دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله ټویټرپاڼه لیکلي دي چې په دې کتنه کې په افغانستان کې په روان وضعیت، د زندانیانو په خوشې کولو او د بین الافغاني خبرو په پیل خبرې اترې وشوې.

دا په داسې حال کې ده چې په روانه اونۍ کې د طالبانو د قطر د دفتر مشر ملاعبدالغني برادر په پاکستان کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره په سوله او بین الافغاني مذاکراتو بحث وکړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA