ads

کورنیو چارو وزارت: طالبانو په تېرو دوو اونیو کې ۸۸ ملکي وګړي وژلي

ددغه وزارت په خبر پاڼه کې ویل شوي دي چې طالبانو ۲۷ولایتونو کې ۷۸۱بېلابېلو تروریستي فعالیتونو کې دا مرګ ژوبله ملکیانو ته اړولې ده.

شمس الرحمن شمس
4 وږی 1399
کورنیو چارو وزارت: طالبانو په تېرو دوو اونیو کې ۸۸ ملکي وګړي وژلي
د ملکي وګړو مرګ ژوبله

د کورنیو چارو وزارت وایي په تېرو دوو اونیو کې د طالبانو د بریدونو له کبله ۸۸ملکي وګړي وژل شوي او ۱۳۳تنه ټپیان شوي دي.

ددغه وزارت په خبر پاڼه کې ویل شوي دي چې طالبانو ۲۷ولایتونو کې ۷۸۱بېلابېلو تروریستي فعالیتونو کې دا مرګ ژوبله ملکیانو ته اړولې ده.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين وايي، د طالبانو په بريدونو کې تر ټولو زیات ملکي تلفات په غزني او کندهار کې ولسي خلکو ته اوښتي.

وسله والو طالبانو تر اوسه ددې خبر په اړه تبصره نه ده کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA