ads

په بلخ ولایت کې موټر بم چاودنه مرګ ژوبله اړولې

د ۲۰۹ شاهین ویاند حنیف رضایي وایي چې د بلخ ولسوالۍ په نننۍ پېښه کې یو کمانډو سرتېری وژل شوی، شپږ نور ټپیان دي او همدارنګه په دغه پېښه کې ۳۵ پورې ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.

شمس الرحمن شمس
4 وږی 1399
په بلخ ولایت کې موټر بم چاودنه مرګ ژوبله اړولې
د افغانستان په نقشه کې بلخ ولایت

د کورنیو چارو وزارت په بلخ ولایت کې د یوې چاودنې خبر ورکوي.

ددغه وزارت ویاند طارق ارین په خبره چاودنه نن سهار نهه بجې د یاد ولایت بلخ ولسوالۍ اړوند یوه حیواني کلینیک ته نږدې سیمه کې شوې ده.

د ۲۰۹ شاهین ویاند حنیف رضایي وایي چې د بلخ ولسوالۍ په نننۍ پېښه کې یو کمانډو سرتېری وژل شوی، شپږ نور ټپیان دي او همدارنګه په دغه پېښه کې ۳۵ پورې ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.

د بلخ ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل وایي، دغه موټر بم برید په بلخ ولسوالۍ کې د افغان کمانډو قطعې پر امنیتي پوسته تر سره شوی دی.

وسله والو طالبانو ددغې چاودنې مسوولیت منلی او ګڼو سرتیرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

د یادونې وړه ده چې وړمه شبه دغزني ولایت د ده‌یک ولسوالۍ پر مرکز موټر بم برید ترسره شو چې د چارواکو په خبره پکې ۳سرتیري ووژل شول او نهه تنه نور یې ټپیان کړل.

د غزني د موټر بم برید مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA