ads

قریشي: نن له طالب پلاوي سره خبرې کوو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون خبریالانو ته وویل، له قطر څخه طالب پلاوی یې د افغان سولې بهیر په اړه سلا مشورو لپاره راغوښتی.

شمس الرحمن شمس
4 وږی 1399
قریشي: نن له طالب پلاوي سره خبرې کوو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون خبریالانو ته وویل، له قطر څخه طالب پلاوی یې د افغان سولې بهیر په اړه سلا مشورو لپاره راغوښتی.

نوموړی وایي د بین الافغاني خبرو پر وړاندې خنډونه پای ته رسېدلي دي او تمه شته چې دا خبرې یوې پایلې ته ورسي.

قریشي زیاته کړه هېواد یې د افغان سولې په برخه کې هر ډول همکارۍ ته اماده دی، خو په خبره یې ځینې ورانکارې ډلې نه غواړي چې دا بهیر بریالی شي.

ټاکل شوې چې نن سې شنبه د پاکستان یو شمېر چارواکي له طالب پلاوي سره یوه ناسته ترسره کړي او له هغوی سره به پر یو لړ موضوعاتو خبرې ولري، تر اوسه معلومه نه ده چې د دوی د خبرو مهم بحث به څه وي، خو تر دې وړاندې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي و چې طالب پلاوی به د افغان سولې پروسې په ورستیو مسئلو، افغان ګډوالو پر ستونزو او د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو خواوو ته د ولسونو د تګ راتګ او د سوداګرۍ د اسانتیاو په اړه خبرې ولري.

د طالبانو دغه شپږ کسیز پلاوی داسې مهال پاکستان ته سفر کوي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اګست په اتلسمه نېټه ددې ډلې په ځینو مشرانو د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک په اساس بندیزونه ولګول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA